Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

پۀ کثرت سره د عبادت فائدې

مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې عبادت کوي: *الله پاک د هغۀ سره محبت فرمائي * هغۀ ته عظمت حاصليږي * د هغۀ کارونه ټيک کيږي * پۀ مشکلاتو کښې د هغۀ مدد کيږي * د دښمن د شَر نه بچ کولے شي * د هغۀ د زړۀ نه وحشت لرې کيږي * هغۀ ته اوچتې حوصلې ورکولے کيږي * د هغۀ زړۀ فراخه کيږي، هغۀ پۀ اسانۍ سره عِلم زده کوي *د مخلوق پۀ زړۀ کښې د هغۀ محبت اچولے کيږي * عبادت ګزار مُستَجَابُ الدَّعوَات جوړيږي يعنې د هغۀ دُعا قبليږي * پۀ عبادت باندې رُوح ته تازګي او قوت ميلاؤيږي، د طبيبانو پۀ نزد د صحت د حفاظت د پاره د عبادت نه بهتر هيڅ څيز نشته، کوم کَس چې رياضت کوي د هغۀ زړۀ خوشحاله او بدن چمتو وي *عبادت کوونکے به د مرګ د سختې نه محفوظ وي * د هغۀ به پۀ ايمان باندې ثابت قدمي نصيب کيږي * د هغۀ به پۀ جوارِ رحمت کښې ځائے نصيب کيږي * فرښتے هغۀ د قبر د عذاب نه بچ کوي او د نکِيرَين د سوالونو جوابونه ورته ورښائي * د هغۀ قبر به روښانه او فراخه کړے شي * د قيامت پۀ ورځ باندې به هغۀ ته تاج پۀ سر کړے شي * عبادت کوونکے به د حشر ميدان ته پۀ اَس باندې سور راځي * هغۀ سره به حساب نۀ کيږي، که کيږي هم نو پۀ اسانۍ سره به کيږي * هغۀ ته به د حوضِ کوثر نه اوبه څښل نصيب کيږي چې بيا به چرې نۀ تږے کيږي * عبادت کوونکے به پۀ اسانۍ سره پۀ پل صراط باندې تيريږي *د الله پاک رضا به يـې نصيب کيږي *عبادت کوونکے به د قيامت پۀ ورځ د عرشِ الٰہی پۀ سوري کښې ځائے