Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
ښودلي وو...؟ پۀ روايتونو کښې دي: بنده چې کله د دُنيا نه ځي نو که نيک اولاد پريږدي نو د اولاد د نيکو ثواب بنده ته پۀ قبر کښې هم ور رسي او که د اولاد ښه تربيت يـې نه وي کړے، اولاد يـې پۀ ګناهونو او عياشو کښې مصروف اوسيدلے وي نو د اولاد د ګناهونو وَبال پۀ هٰغه بنده باندې پريوځي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اولاد ته څۀ زده کول پکار دي...؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې د اولاد ښه تربيت وکړو، خپل اولاد ته ښې خبرې وښايو.
هسې دا هم يوه مسئله ده، تقريباً هر يو والد دا ضرور غواړي چې زۀ به د خپل اولاد ښه تربيت کووم. عام طور د والد په خُله باندې وي: زۀ غواړم چې څۀ ما نۀ دي حاصل کړي هغۀ زما زوي حاصل کړي. داسې خواهشونه تقريباً د ټولو والدينو وي خو سوال دا دے چې مونږ له خپل اولاد ته څۀ ښودل دي؟ راځئ چې پۀ دې باره کښې يو څو روايتونه واورو:
حضرت جُندُب بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ظاهري ژوند مبارک کښې مونږه واړه ماشومان وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به مونږ ته د قرآن ښودلو نه مخکښې ايمان ښودلو، چې کله به