Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

د اولاد تربيت او 4 مِيمونه

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پوهان وائي: که تاسو د اولاد ښه تربيت کول غواړئ نو د هغې د پاره 4 مِيمونه ښه کړئ: (1): وړومبے مِيم: د وړومبي مِيم نه مُراد دے د مور ذات. د مور د بچي پۀ ژوند کښې ډير اهميت دے، مور چې څومره ښه وي، د اولاد تربيت به هُم هٰغه همره ښه وي. بزرګان فرمائي: اُطْلُبُوْا الْعِلْم َمِنَ الْمَہْدِ اِلیٰ اللَّحْدِ يعنې د مور د غيږې نه واخله تر د قبر د کندې پورې عِلم حاصل کړئ! ([1])

معلومه شوه چې د عِلم او د تربيت شروع د مور د غيږې نه کيږي. يو بزرګ وو، يو کَس د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شو، عرض يـې وکړو: الله پاک زوي راعطا کړے دے، زۀ د هغۀ ښه تربيت کول غواړم، څۀ نصيحت راته وکړئ! پوښنه يـې وکړه: د زوي عمر دې څومره دے؟ اوئې وئيل: يوه مياشت. اوئې فرمائيل: تا ناوخته کړو. يعنې د بچو د تربيت شروع د رشتے د لټولو نه کيږي، د نِکاح د پاره د ښې او اخلاقي او د ښه کردار زنانه انتخاب کول د اولاد وړومبے حق دے.

اوس به تاسو وايئ چې د رشتے انتخاب خو شوے دے، اولاد هم الله پاک راعطا کړے دے، اوس څۀ وکړو؟ اسانه خبره ده، اوس هم وخت نۀ دے تير *د بچو پۀ مور باندې د دعوتِ اِسلامي پۀ هفته واره اجتماع کښې شرکت کوئ *پۀ جامـعة الـمدينه ګرلز کښې فيضانِ شريعت کورس وي، هغه پرې وکړئ! *نور


 

 



[1]... قیمۃ الزمن عند العلما، صفحہ:57۔