Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

کوو...؟ * که پۀ ماشومتوب کښې د هغوئي ښه تربيت ونکړے شو *د ماشوم عادتونه ښه نۀ کړے شو * هغۀ ته قرآنِ پاک اونه لوستلے شو * هغۀ ته د حلالو او د حرامو تعليم ورنکړے شو * [که دا خيال اُونه ساتو چې] ماشوم ناسته پاسته چرته کوي؟ * د هغۀ دوستان څنګه دي؟ * دا چې چرته سبق وائي، هٰغه اداره څنګه ده؟ * نصاب يـې څنګه دے؟ * پۀ کور کښې د دۀ انداز څنګه دے؟ * د بهر والو سره يـې انداز څنګه دے؟ دې ټولو خبرو ته که توجه ورنکړے شوه نو تاسو ووايئ! چې کله هغه لوئي شي نو دا به د مور پلار فرمانبرداره څنګه جوړيږي...؟ ځکه مونږ ټولو له پکار دي چې د خپل اولاد ښه تربيت ته ښه پوره پام وکړو.

تاسو ټول نګران يئ

د اخري نبي، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد مبارک دے: تاسو ټول نګران يئ او پۀ تاسو کښې به د هر يو نه د هغۀ د ماتحتو کسانو پۀ باره کښې پوښتنه کيږي * بادشاه نګران دے، د هغۀ نه به د هغۀ د رعايې پۀ باره کښې پوښتنه کيږي * سړے د خپل بال بچ نګران دے او د هغه نه به د هغه د اهل و عيال پۀ باره کښې پوښتنه کيږي  * ښځه د خپل خاوند د کور او د اولاد نګرانه ده او د هغې نه به پۀ دې باره کښې پوښتنه کيږي. ([1])

معلومه شوه چې د اولاد د تربيت پۀ باره کښې به هم د قيامت پۀ ورځ تپوس کيږي، پوښتنه به کيږي چې اے بنده! تا له اولاد درکړے شوے وو، تا دوئي ته څۀ


 

 



[1]... بخاری، کتاب الجمعۃ، باب الجمعۃ فی القری و المدن، صفحہ:274، حدیث:893۔