Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

حاصلوي *د قيامت په ورځ به هغۀ ته د الله پاک ديدار نصيب کيږي او دا نعمت د ټولو نعمتونو نه افضل دے. ([1])

میری زِندگی بس تیری بندگی میں                                                        ہی اے کاش! گزرے سدا یا اِلٰہی!

اوس وګورئ چې دا څومره عظيمې فائدے دې، د خپلو بچو د عبادت عادت لرونکو جوړولو مطلب دے چې تاسو هغوئي د دومره ډيرو سعادتونو اهل جوړ کړل. اوس ووايئ! کوم مور پلار به نۀ غواړي چې زمونږه د بچو عظمت نصيب شي * څوک به نۀ غواړي چې زمونږه د بچو کارونه ټيک شي *څوک به نۀ غواړي چې زمونږ بچے د شر نه محفوظ شي * څوک به نۀ غواړي چې زمونږه بچے د اوچتو حوصلو والا، عزت او عظمت والا وي * څوک به نۀ غواړي چې زمونږه بچے پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې کامياب شي. يقيناً چې ټول به غواړي، د ټولو والدينو خواهش وي چې زمونږه د بچي دُنيا هم ښه شي او اخرت يـې هم ښه شي. دې د پاره خو به کوشش هم کول وي، څۀ کول دي؟ بچے د عبادت عادت لرونکے جوړ کړئ. هغۀ د نـمونځ، روژې، تلاوت عادت لرونکے جوړ کړئ. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغۀ دُنيا او اخرت دواړه به ښه شي. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

 د کتاب ”تربِيَّتِ اولاد‘‘ ترغيب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا يو څو خبرې ما عرض کړلې * بچو ته ايمان ښودل دي * قرآن ښودل دي * بچو ته د اخرت فِکر ښودل دي *د


 

 



[1]... انوارِ جمالِ مصطفٰے صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم ، صفحہ:334 ملخصاً۔