Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

مونږ ايمان زده کړو، بيا به يـې راته قرآن ښودلو نو زمونږه ايمان به نُور هم پوخ شو. ([1])

معلومه شوه چې دا د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي چې اولاد ته د ټولو نه مخکښې ايمان وښودلے شي. اوس به تاسو وايئ چې ايمان ورته څنګه وښودلے شي؟ دې د پاره د ماشومانو مشق (Exercise) کولے شي *ماشومانو ته کلمې وښايئ *بنيادي عقيدے ورته وښايئ *ماشومانو ته وښايئ چې الله يو دے.  *مونږه چا پيدا کړي يُو؟ الله پاک *مونږ له رزق څوک راکوي؟ پلار که مور...؟ نۀ...!! مونږ له رزق الله پاک راکوي *چې بيمار شو نو شفا راته څنګه ميلاؤيږي؟ د دوايۍ خوړلو سره که د انجکشن وهلو سره؟ دواړه نۀ، شفا الله پاک راکوي. *خوږ آقا و مولا، محمدِ عربي مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخري نبي دے * ټول صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم جنتيان دي * ټول اهلِ بيت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم زمونږ د سَر تاجونه دي، زمونږ پۀ زړونو باندې د دوئي راج دے *د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم هميشه ادب کول دي، پۀ دې باره کښې ماشومانو ته واقعے بيانوئ *د هغوئي پۀ مخکښې د نيکانو خلقو ذِکر کوئ * د صحابۀ کرامو، اهلِ بيتو او اوليائے کرامو د ذِکر کولو پۀ وخت اواز پۀ ورو او لهجه د ادب ساتل وي، لفظونه پۀ احتياط سره وئيل وي، د دې ټولو خبرو مشق پرې کوئ. دا ايمان ښودل دي.

ماما جان يـې تربيت وفرمائيلو

حضرت سَهل بن عبد الله تُستَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ د دريو کالو ووم


 

 



[1]...  ابن ماجہ، المقدمۃ، باب فی الایمان، صفحہ:24، حدیث:61۔