Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
عبادتونو عادت لرونکي جوړول دي. نور هم ډير څيزونه دي کوم چې اولاد ته ښودل ضروري دي. د مکـتبة الـمدينه ډير ښکلے کتاب دے: تربيتِ اَولاد. دا کتاب ولولئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير معلومات به حاصل کړئ.
د بچو تربيت دې څنګه وکړے شي...؟
اوس سوال دا پيدا کيږي چې د بچو تربيت څنګه کول دي؟ هغوئي ته دا هر څۀ ښودل خو دي خو څنګه به يـې ورته ښايو؟ دې د پاره يوه ښکلې واقعه واورئ! سيِّدُنا امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل پۀ ديوال باندې د نقش او نګار د جوړولو مقابله وه، دوه مختلف ټيمونه وو، د دواړو د پاره مخې ته دوه ديوالونه جوړ کړے شول، پۀ مينځ کښې پرده زوړنده کړے شوه. يو ټيم ډير پۀ محنت باندې ګلونه او بوټي وغيره جوړ کړل، ډير ښکلے پينټنګ يـې وکړو. دويم ټيم څۀ وکړل چې د کاڼو ديوال وو، هغه يـې وه مږلو او ښه يـې صفا کړو، دومره يـې صفا کړو چې هغه د شيشې پۀ شان شو. بيا چې کله وخت پوره شو، د مينځ نه پرده لرې کړے شوه نو يو ديوال صفا سوترا د شيشې پۀ شان وو، هٰغه نقش او نګار کوم چې بَل ټيم جوړ کړے وو، هغۀ پۀ دويم ديوال کښې بالکل صفا ښکاريدل. ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دغه حالت دے، د ماشوم زړۀ، د هغۀ کردار وغيره بالکل د شيشې پۀ شان صفا سوترا وي، د هغۀ د شيشې پۀ شان کردار کښې به هٰغه ګلونه ښکاري کوم چې د مور پلار دننه موجود وي. ځکه بنيادي