Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَجَب شريف مبارکه مياشت روانه ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت ډيره رانزدې شوې ده، د نبيانو د نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انداز مبارک وو چې د رَجب مياشت به کله تشريف راوړلو نو دا دُعا به يـې لوستله:
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
ترجمه: اے الله پاکه! تۀ زمونږ د پاره پۀ رَجَب او شعبان کښې برکتونه راعطا کړې او مونږ رمضان ته ورسوې. ([1])
راځئ چې مونږه هم دا دُعا ولولو:
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
* د هر اتوار په شپه اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل باندې لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکي اتوار په شپه به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس (تقريباً 8:15 بجې) پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي. ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ