Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
وګورئ څومره ښکلے نصيحت دے. دلته بچي د دنيائي مستقبل خرابيدو نه ويرولے شي، چې که دا نۀ کوې نو د لوږې نه به مړ شې، چې دا نۀ کوې نو رسوا به شې، ټيک ده، که مور پلار داسې نصيحت وکړي نو پۀ دې کښې هم هيڅ باک نشته خو صحيح انداز څۀ دے؟ کوم چې حضرت لقمان حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اختيار کړو، اوئې فرمائيل: زويه...!! ياد ساتۀ! ستا د وړوکي نه وړوکے عمل هم د الله پاک نه پټيدے نشي، ستا چې د ذرې همره عمل وي، الله پاک به د قيامت پۀ ورځ هغه ستا مخې له راوړي. ځکه ټول عمر د الله پاک پۀ حضور کښې د پيش کيدو نه ويريږه.
کاش چې زمونږه هم دا سعادت نصيب شي، مونږه خپل اولاد ته د اخرت فِکر وښايو، د الله پاک ويره ورته وښايو، د نيکو کولو سبق ورته وښايو، د ګناهونو نه د بچ کيدو سبق ورته وښايو، د قبر او اخرت د تيارۍ ذهن ورله جوړ کړو. الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يوه اهمه خبره کومه چې اولاد ته د ښودلو د پاره ده، هغه دا ده چې مونږه خپل بچي پۀ عبادت باندې عادت کړو. خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: چې کله ماشوم د 7 کالو