Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

تشريف راوړلو نو اوئې فرمائيل: ما د خپل زوي نوم د خپل والد ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ نوم باندې ايښودے دے. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! صرف دا خو يـې هم فرمائيلے شو چې ما د خپل زوي نوم ابراهيم ايښودے دے خو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې نوم د انتخاب حکمت هم ورسره بيان کړو، ګويا دا يـې اوښودله چې اے زما غلامانو! زۀ امامُ الانبيا يم او د نبيانو پۀ نوم باندې نوم ږدم نو تاسو هم د خپلو بچو نومونه د بزرګانو پۀ نومونو باندې ږدئ. ځکه مونږ له هم پکار دي چې د بزرګانو، د نيکانو خلقو، د صحابۀ کرامو او اوليائے کرامو پۀ نومونو باندې نومونه ږدو * د خپلو بچو نوم محمد کيږدئ * اَبُو بکر کيږدئ * عُمر کيږدئ * عثمان کيږدئ *علي کيږدئ * معاويه کيږدئ بلکې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي: معاويه علي، معاويه حسن، معاويه حُسين کيږدئ *عبد القادِر کيږدئ *غُلام غوث کيږدئ *غُلام محي الدين کيږدئ *عبيد رضا کيږدئ، چې داسې ښکلي ښکلي نومونه ږدئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! برکتونه به مو نصيب کيږي.

بچو ته قرآن وښايئ!

د اولاد دويم حق دے خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: خپلو بچو ته قرآن وښايئ...!!

دا د ورزده کولو خبره ده، قرآن ورته وښايئ، د الله پاک کلام ورته وښايئ. بد قسمتي ده چې اوس د خلقو توجه د قرآن نه لرې کيږي. اخوا ديخوا ډيرې


 

 



[1]... مسلم، کتاب الفضائل، باب رحمتہ الصبیان...الخ، صفحہ:909، حدیث:2315۔