Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

* تاسو يـې هم لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به مو کيږي * ديني معلومات به مو زياتيږي * د عِلمِ دِين زده کولو ثواب به درحاصليږي * د ديني کتاب د لوستلو سره دماغ هم ښه کيږي * نظر تيزيږي * حکمت نصيب کيږي *سوچ پاکيږي او * پۀ ژوند کښې ښکلا راځي * د جديد سائنسي تحقيقاتو مطابق د کتاب لوستلو سره د دماغي بيمارو نه حفاظت کيږي.

هره هفته پۀ پابندۍ سره د هفته وارې رسالې د لوستلو نِيّت وکړئ! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو.

غير مسلمه مسلمان شو

د هندوستان د يو اِسلامي ورور څۀ داسې بيان دے چې زۀ د کفر پۀ تيارو کښې ورَک ووم، يوه ورځ راله چا د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله احترامِ مسلم پۀ تحفه کښې راکړه. ما چې ولوستله نو حيران پاتې شوم چې کومو مسلمانانو ته به ما هميشه د نفرت پۀ نظر کتل د هغوئي مذهب اِسلام دومره د امن پيغام ورکوي! د رسالې د ليک اثر لکه د غشې زما پۀ زړۀ ولګيدو او پۀ زړۀ کښې مې اسلام کور وکړو. يوه ورځ ما پۀ بس کښې سفر کولو چې د يو څو ګيرو والؤ او عمامو والا اسلامي وروڼو قافله هم بس ته را اوختله، ما ته پته ولګيده چې دا مسلمانان دي، زما پۀ زړۀ کښې د اسلام محبت پيدا شوے وو ځکه ورته ما پۀ درنه سترګه کتل، پۀ دې کښې يو اسلامي ورور د نبئ مکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان کښې نعت شريف شروع کړو، زما د هغۀ انداز ډير خوښ شو، زما پۀ شوق سره اوريدو