Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
03132626024.
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دُنيا کښې د نيکۍ دعوت عام کولو کښې مصروف دے، د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو، د ظاهري او باطني ګناهونو نه د ځان بچ کولو، د اخرت د فِکر موندلو او د الله او رسول پۀ محبت باندې د زړۀ ابادولو د پاره تاسو هم د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او اخرت بے شميره خيرونه به درنصيب شي. پۀ حديثِ پاک کښې دي: اَلعِلمُ بِالتَّعَلُّمِ عِلم د زده کولو سره راځي. ([1]) * د اوسني وخت پۀ بدو کښې يوه بدي دا هم ده چې خلق د عِلمِ دِين نه لرې وځي * د دِيني کتابونو د لوستلو شوق د نشت برابر دے * مخکښينو خلقو به دِيني کتابونه ډير خوښول * شپه او ورځ به يـې کتابونه لوستل *ځکه به د هغوئي سره ديني معلومات هم ډير وو او * ژوند به يـې هم پاک وو.
* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خاصيت دے چې هغوئي پخپله هم د عِلم دِين سره ډير شوق لري او عاشقانِ رسول ته هم د دِيني کتابونو د لوستلو د شوق ترغيب ورکوي * هغوئي د هر خيالي پۀ ورځ د يوې ديني رسالې د لوستلو فرمائي *مختصره شان رساله وي * پۀ يو څو منټو کښې لوستلے کيږي.