Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
امامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دُنيا دولت له لَته ورکړه او د نيکه بابا جان مبارک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دِين پۀ خاطر يـې شهادت قبول کړو، اخر پۀ دومره غټه قربانۍ ورکولو کښې څۀ راز وو؟ د دې راز هٰغه تربيت وو، کوم چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے هم پۀ ماشومتوب کښې د هغوئي کړے وو. دلته خو ماشومانو ته بس هُم دُنيا ښودلے کيږي *زما زوي چې غټ شي نو افسر به جوړيږي *د دۀ سره به ګاډے وي *بنګله به وي *جازونه به الوځوي *دا به ترينه جوړيږي، هغه به ترينه جوړيږي. بيا نتيجه څۀ وي، اوسني ځلمي زمونږه مخې ته دي، ډير داسې دي کوم چې د دُنيا د ذليل دولت د پاره خپل ايمان خرڅوي، د يو څو سوو يا يو څو زرو روپو بچ کولو د پاره مَعَاذَ الله! نـمونځونه قضا کوي.
الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي! د بچو د دُنيا ښه کولو پۀ باره کښې سوچ کول دي، ښه خبره ده خو د دې نه مخکښې د هغوئي د اخرت ښه کولو فِکر کول پکار دي.
د حضرت لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نصيحت
پۀ قرآنِ کريم کښې د حضرت لقمان حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکر وشو، هغوئي خپلو ځامنو ته ډير ښکلي نصيحتونه وکړل، پۀ 21 سيپاره، سورۀ لقمان کښې د دې نصيحتونو ذِکر دے، پۀ دې کښې يو نصيحت دا هم وو، اوئې فرمائيل:
یٰبُنَیَّ اِنَّهَاۤ اِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِیْ صَخْرَةٍ اَوْ فِی السَّمٰوٰتِ اَوْ فِی الْاَرْضِ یَاْتِ بِهَا اللّٰهُؕ- (پارہ:21، سورۀ لقمان:16)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما ځويه! بدي که د وُري د دانے همره وي بيا هغه د ګټو پۀ کمر کښې وي يا اسمان کښې يا زمکه کښې، الله به هغه راولي.