Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
کړي. دوئي زما نوم جُعَلا (ضدي او جګړ مار) کيښودے او ما ته يـې د قرآنِ کريم يو آيت هم نه دے ښودلے.
بيا حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د والد طرف ته متوجه شو او اوئې فرمائيل: تا وئيل چې زما زوي نافرمانه دے حالانکې وړومبے نافرماني خو تا کړې ده. پاڅۀ...!! او زما نه لرې شۀ...!! ([1])
جو کچھ ہیں وہ سب اپنے ہی ہاتھوں کے ہیں کر توت شکوہ ہے زمانے کا نہ قسمت کا گلہ ہے
دیکھے ہیں یہ دن اپنی ہی غفلت کی بدولت سچ ہے کہ برے کام کا انجام برا ہے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه باندې غور وکړئ! پۀ دې کښې څومره عبرت دے. دا يوه واقعه زمونږه د ډيرو کورونو حال بيانوي. څومره مور پلار دي کوم چې د اولاد د نافرمانو نه پريشانه دي *زامن ځلمي شو، د مور پلار يوه خبره هم نۀ مني * جنګ جګړې کوي *مور پلار تنګوي * د ژوند خوند يـې ورله خراب کړے دے * ډيرو مور او پلار طمع لرله چې دوئي به زمونږ د بوډا والي اسره جوړ شي خو اولاد يـې د رسوايۍ سبب جوړ شو *ډيرو ځلمو خپل بوډا مور پلار پۀ اولډ هاؤس (Old House) کښې اچولي دي *څومره ځلمي دي چې د مور پلار په ژوند تنګ وي * دا ځلمي چې کله د دوستانو سره کښيني نو د مور او پلار غيبتونه کوي!! * بوډا، زوړ، وغيره ډير پۀ