Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                 جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د قرآنِ پاک تلاوت کول سُنَّت عمل دے

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک: (1): زما د اُمَّت افضل عبادت د قرآن تلاوت دے. ([1]) (2): څوک چې د شپې 200 آيتونه تلاوت کړي، د هغۀ نوم به پۀ عبادت کوونکو کښې ليکلے کيږي او څوک چې 400 آيتونه تلاوت کړي، د هغۀ د پاره به يو قِنطَار اَجر ليکلے کيږي، يو قِنطَار د 120 قيراط برابر دے او يو قيراط د اُحُد د غر همره دے. ([2])

 اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو!  د قرآنِ کريم تلاوت کول سُنَّت عمل دے. زمونږه خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ کثرت سره د قرآنِ کريم تلاوت کولو * حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يو څيز به هم خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تلاوت کولو نه نۀ منع کولو * رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شپې پۀ نـمونځ کښې کله د ټول سُورۀ بقره او د سُورۀ آلِ عمران تلاوت کولو * هره شپه به يـې د سُوْرَۀ سجدہ، سُورَۀ مُلک، سُوْرَۀ بنی اسرائیل، سُوْرَۀ زُمَر، سُوْرَۀ کافرون، سُوْرَۀ فَلق او سُوْرَۀ نَاس تلاوت کولو او بيا به اوده کيدلو.

الله پاک دې مونږ ته هم د قرآنِ پاک د ډير ډير تلاوت کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .


 

 



[1]... شُعَبُ الْاِیْمان، باب: تعظیم قرآن، جلد:2، صفحہ:347، حدیث:2004 ۔

[2]... شُعَبُ الاِیْمَان، جلد:2، صفحہ:401، حدیث:2197۔