Book Name:Bachon Ki Tarbiyat Kaise Karen?
سپکو الفاظو باندې خپل پلار يادوي * د مور او پلار پيښې کوي * څومره مور پلار دي کوم چې د اولاد پۀ وجه پۀ جيلونو کښې دي * بلکې نور قيامت به څۀ وي اولاد مور پلار وهي، د مور پلار د وژلو پورې خبرونه پۀ اخبارونو کښې راځي.
د الله پاک پناه...!! ډير ظلم دے. الله پاک ارشاد فرمائي:
فَلَا تَقُلْ لَّهُمَاۤ اُفٍّ وَّ لَا تَنْهَرْهُمَا (پارہ:15، سورۀ بنی اسرائیل:23)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي ته اُف هُم مۀ وايه او هغوئي مۀ رټه.
اَللہُ اَکْبَر! د مور پلار پۀ مخکښې د اُفّ وئيلو نه هم منع فرمائيلے شوې ده نو سوچ وکړئ! د دوئي د تنګولو، د زړۀ ازارولو، د دوئي پۀ مخکښې پۀ اوچت اواز د خبرو کولو، کنځلو کولو، وهلو وغيره به څۀ حکم وي...!!
غرض دا چې د مور پلار حقونه ډير زيات دي، دومره دي چې انسان يـې نشي پوره کولے، پۀ حديثونو کښې وئيلے شوي دي: مور پلار د انسان جنَّت هم دے، دوزخ هم دے، څوک چې د دوئي خدمت وکړي جنَّتي دے، څوک يـې چې نافرماني وکړي دوزخي دے * د مور د ښپو لاندې جنَّت دے * پلار د جنَّت چوکاټ دے * د مور پلار پۀ خفګان کښې د الله پاک خفګان دے * د مور پلار پۀ رضا کښې د الله پاک رضا ده * څوک چې د مور پلار نافرمانه وي، د هغۀ هيڅ عبادت نۀ قلبيږي. دا د مور پلار حقونه دي بلکې دا خو هيڅ هم نه دي، د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه وکړے شوه: د مور پلار څومره حقونه دي؟ اوئې فرمائيل: دومره چې ادا کيدے نشي، تر دې چې که مور پلار وفات شي، زوي که کولے شي نو هغوئي دې بيا راژوندي