Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

مُحَمَّد    صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! نور رانزدې شئ! پکار دي چې حبيب  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نور رانزدې شي۔ بس الله پاک ما ته دومره قُرب راعطا کړو، لکه څنګه چې پۀ قرآنِ کريم کښې راغلي دي: ([1]) 

فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰىۚ(۹) (پارہ:27، سورۀ نجم:9)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د دوو کمانونو برابره بلکې د دې نه هُم کمه فاصله پاتې شوه۔

يعنې د الله پاک نُور او مصطفٰے جانِ رحمت  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ډير نزدې شول۔

اعلٰی حضرت امامِ اهلِسُنّت امام احمد رضا خان رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِد دې منظر کشي داسې کړې ده.

بڑھ اے مُحَمَّد، قریں ہو احمد، قریب آ سرورِ مُمَجَّدْ

نثار جاؤں، یہ کیا نِدا تھی، یہ کیا سماں تھا، یہ کیا مزے تھے

وضاحت: يعنې اواز راغے: اے مُحَمَّد! اے احمد! اے د عزت والا سرداره! د نزدې نه زيات رانزدې شئ، اَللہُ اَکْبَر! زۀ ترينه قربان شم څومره ښکلے اواز وو، څومره د لطف نه ډک کيفيت وو، څومره د خوند ماحول وو۔

سُبْحٰنَ اللہ! زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ څومره ښکلے شان دے، الله پاک ورته دومره قُرب عطا کړلو، دومره قُرب يـې ورته عطا کړلو لکه د دوو کمانونو همره بلکې د دې نه هم کمه فاصله پاتې شوله۔ بيا دا قُرب څنګه وو؟ کوم قِسم وو؟ ولې وو؟ د دې د تفصيل نه مونږه څنګه خبريدے شو، دا خو به الله پاک ته بهتره معلومه وي يا محبوبِ ذِيشان  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ته به بهتره معلومه وي۔ د حضرت ابو عطاء رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِنه پوښتنه وشوه چې الله پاک چې دا وفرمائيل:


 

 



[1]...1مواہب1اللدنیہ1مع1شرح1زرقانی،1ج:8،1ص:195۔