Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

د خوږ مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نظر پکار دے، د دې تجلۍ برداشت کولو د پاره د خوږ مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د زړۀ ضرورت دے۔

اَللہُ اَکْبَر! دا شان دے زما د خوږ آقا  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام چې کوم نعمت غوښتلو نۀ ميلاؤيدو، نبي کريم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ يـې د بسترې نه راپاڅولو او خاص خَلوت ته يـې وغوښتلو او بغير د غوښتلو نه يـې هٰغه نعمت عطا کړو۔

کیا بَنَا نامِ خُدا اَسْرا کا دولہا نُور کا                                                                                                    سَر پہ سہرا نُور کا، بَر میں شہانہ نُور کا

بَزْمِ وحدت میں مزا ہو گا دوبالا نُور کا                                                                                   ملنے شَمْعِ طُور سے جاتا ہے اِکّا نُور کا

وضاحت: سُبْحٰنَ الله! د الله پاک د ملاقات د پاره د معراج پۀ شپه د الله پاک حبيب څومره سينګار شوے دے چې پۀ سر مبارک باندې يـې نوراني سهرا، پۀ بدن مبارک باندې يـې نوراني لباس مبارک دے، الله! الله! هٰغه نوراني جلوه چې د هغې يوه تجلي په کوهِ طور پريوتې وه، د کومې جلوې چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د ليدلو مشتاق وو، نن نُورِ مصطفٰی  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د هُم هغه نورِ اِلٰھی د ملاقات د پاره حاضريږي، يعنې په دغه شپه به د وحدت د دغه محفل يعنې د لامکان ښکلا او خوندونه يو په دوه زيات شوي وي۔

زما د سرکار شان ډير اوچت دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا اوچت شان هم زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ دے۔ نبي کريم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ داسې شان سره معراج وکړو، دا زمونږ د غلامانو د پاره هم د فخر خبره ده۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِڅومره ښکلې خبره ليکلې ده:

کیسے آقاؤں کا بندہ ہوں رضا

بول بالے مری سرکاروں کے

وضاحت: يعنې اے رضا! د الله پاک پۀ فضل سره د څومره اوچتې مرتبےوالا د آقا