Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
وضاحت: حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ کوهِ طُور باندې د رَبِّ کريم کلام واوريدلو، حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ څلورم اسمان باندې تشريف فرما دے، دا ډيرې اوچتې مرتبے دي خو د خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ شان ته وګورئ! هغوئي رَبِّ کريم لامکان ته وبللو او مقامِ دَنیٰ (يعنې ډير قُرب يـې ورته ورعطا کړو) او اوچت شانونه يـې ورته ورعطا کړل۔ د دې نه معلومه شوه چې ټول مخلوق د جهتونو په کرښه کښې دي خو زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د جهتونو د کرښو نه هم بره هٰغه ځائے ته تشريف يوړلو، هٰغه ځائے ته ”چرته“ چې هيڅ هم نۀ وو۔ د ټولو رسائي يعنې رسيدل د خُدائے د خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پورې ده، هُم يو محبوبِ ذيشان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ دے، د چا چې د رَبِّ کريم پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ سعادت نصيب شو۔
اَوج پانا مرے حُضُور کا ہے عرش جانا مرے حُضُور کا ہے
عرش سے بھی پرے وہ ہو آئے آنا جانا مرے حُضُور کا ہے
مرحبا! مرحبا! صاحبِ معراج رحمتِ کبریا! صاحبِ معراج
لطفِ حق ہو گیا! صاحبِ معراج شاہِ ہر دو سرا! صاحبِ معراج
ہو مبارک شہا! صاحبِ معراج یا شفیعَ الوریٰ! صاحبِ معراج
*-*-*-*
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د الله پاک بارګاه ته ورسيدلو، پۀ ويښه، د سَر پۀ سترګو يـې د الله پاک د ديدار سعادت حاصل کړو، بيا هلته، پۀ دغه خاص تنهايۍ کښې د راز او د نياز څۀ څۀ خبرې وشوې،