Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰىۚ(۹) (پارہ:27، سورۀ نجم:9)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د دوو کمانونو برابره بلکې د دې نه هُم کمه فاصله پاتې شوه۔
د دې تفصيل څۀ دے؟ هغوئي ډير ښکلے جواب ورکړو، اوئې فرمائيل: زۀ تاسو ته د داسې ځائے تفصيل څنګه بيانولے شم، د کوم ځائے نه چې حضرت جبرائيل، ميکائيل او اسرافيل علَيهِمُ السَّلام هم لرې ساتلے شوي وو، هلته صرف الله پاک او د هغۀ خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ وو۔ ([1])
قصرِ دَنیٰ کے راز میں عقلیں تو گم ہیں جیسی ہیں رُوح الامیں سے پوچھئے! تم نے بھی کچھ سُنا کہ یُوں
وضاحت: مقامِ دَنیٰ (يعنې د الله پاک پۀ خاص قُرب کښې) د راز څۀ خبرې وشوې، څنګه څنګه عُلُوم محبوبِ ذِيشان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ته عطا کړے شول، پۀ دې باره کښې خو عقل کار نۀ کوي، عقل خو هډو پۀ څۀ پوهيږي نۀ، لږ د جبريل عَلَیْهِ السَّلَام نه معلوم کړئ چې اے د فرښتو سرداره! اے د وحي امينَ! حضرت جبريله عَلَیْهِ السَّلَام ! آيا تاسو څۀ واوريدل چې هلته د راز کومې کومې خبرې شوې وې۔۔۔؟
سترګو وليدل او زړۀ يـې تصديق وکړو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې خلوتِ خاص (يعنې خاص تنهايۍ) کښې څۀ وشول، د قرآنِ کريم نور بيان واورئ! الله پاک فرمائي:
مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰى(۱۱) (پارہ:27، سورۀ نجم:11)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زړۀ هغې ته دروغ اُونه وئيل څۀ چې (سترګو) وليدل۔
يعنې د دواړو جهانو سرکار صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ چې څۀ وليدل، د هغوئي زړۀ مبارک هم د هغې تصديق وکړو، مطلب دا دے چې نبي کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ خپل رَبِّ کريم د سَر پۀ