Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د اوبو څښلو سُنَّت او اَداب
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمان مبارک دے: د اوښ پۀ شان پۀ يوه ساه څښل مۀ کوئ بلکې دوه يا درې ځل (د ساه اخستو سره) څښل کوئ او د څښلو نه مخکښې بِسْم اللہ لولئ او پۀ فارغيدو اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ!۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو! که اوبه وي او که د څښلو بل څۀ څيز * د څښلو نه مخکښې بِسمِ الله لولئ * وړوکے وړوکے ګوټ کوئ، د غټ ګوټ کولو سره د ځيګر بيماري پيدا کيږي * اوبه پۀ دريو ساه ګانو کښې څښئ او پۀ ښي لاس يـې څښئ * که پۀ لوټه وغيره مو اودس کړے وي نو د هغې نه د پاتې شوو اوبو پۀ څښلو کښې د 70 مرضونو شِفا ده چې دا د آبِ زم زم شريف مشابهت لري، د دې دوؤ (يعنې د اودس نه د پاتې شوو اوبو او د زم زم شريف) نه علاوه هرې اوبه پۀ ولاړه څښل مکروه عمل دے، دا دواړه قِسمه اوبه قبلې طرف ته د مخ کولو سره پۀ ولاړه څښئ * د څښلو