Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
غلامي مې نصيب شوې ده چې صرف پۀ زمکه نۀ، پۀ اسمانونو باندې، صرف پۀ اسمانونو باندې هم نۀ، پۀ سِدْرَۃ ُالْمُنْتَہیٰ باندې، صرف په سِدْرَۃ ُالْمُنْتَہیٰ باندې هُم نۀ، پۀ مقامِ مُستَویٰ باندې، صرف پۀ مقامِ مُستَویٰ هُم نۀ، پۀ عرشِ عُلیٰ باندې او صرف پۀ عرشِ عُلیٰ باندې هُم نۀ تر لامکانه پورې چې کوم طرف ته هم ګورئ! هر طرف ته صرف زما د سرکار صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ جَشن دے۔
فرش پہ تازہ چھیڑ چھاڑ، عرش پہ طُرْفَہ دُھوم دھام کان جدھر لگائیے! تیری ہی داستان ہے
د مِعراج پۀ شپه د الله پاک ديدار
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د معراج سفر د ډيرو حيرانووونکو واقعاتو مجموعه ده * پۀ دې سفر کښې رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام له جَمعه هم ورکړله * د اسمانونو سيل يـې هم وکړو * جنَّت ته يـې د ديدار شرف هم عطا کړلو * د دوزخ او د دوزخيانو عذابونه يـې هم وليدل، داسې نورې هم ډيرې واقعې دي کومې چې د معراج پۀ شپه رامخې ته شوې۔ البته د دې سفر مبارک چې د ټولو نه کومه اهمه مرحله ده، پۀ اصل کښې چې د څۀ د پاره دا سفر وشو، هغۀ د محبوبِ خُدا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضري ده۔ رَبِّ کريم پۀ دغه شپه خپل خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ خپل قُرب خاص ته وغوښتلو او بغير د حجاب (يعنې بغير د څۀ پردې نه يـې) پۀ ويښه، د سَر پۀ سترګو خپل ديدار ورکړو۔
اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِفرمائي:
بندہ ملنے کو قریبِ حضرتِ قادِر گیا لمعۂ باطِن میں گمنے جلوۂ ظاہِر گیا
اللہ! اللہ! یہ عُلُوِّ خاص عبدیت رضا بندہ ملنے کو قریبِ حضرتِ قادِر گیا
وضاحت: لمعه:يعني نور۔باطن:يعني پټ۔د الله پاک نُور د باطن نُورِ دے، پټ دے،