Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
اﷲِ الصَّالِحِیْنَ (سلام دې وي پۀ مونږه باندې او د الله پاک پۀ نيکانو بندګانو باندې)۔ ([1])
چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د معراج نه واپس تشريف راوړلو نو نبي کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ اُمّت ته د اَلتَّحِیَّات تعليم ورکړو او پۀ دې کښې يـې هم دغه مُبارک کلمات وښودل، لکه چې رسول الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ وفرمائيل: اے خلقو! نـمونځ ستاسو معراج دے نو ما چې پۀ معراج کښې د رَبِّ کريم سره کومې خبرې وکړې او واپس راغلم تاسو هم پۀ نـمونځ کښې هم هغه کوئ۔ ([2])
د معراج د تخفې قدر وکړئ!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د ټولې زمانې دستور دے چې خلق د تخفو [يعنې د ډالو] قدر کوي، خاص طور چې تخفه د غټ شخصيت نه ميلاؤ شي نو هغه سمبال کيږدي او پۀ خپل قِسمت باندې ناز کولے شي۔ د دې اُلټا چې څوک د تخفو [يعنې د ډالو] قدر نۀ کوي يا د ډالۍ ورکوونکي مننه نۀ کوي نو دې خلقو ته پۀ معاشره کښې پۀ ښه سترګه نه کتلے کيږي۔ زۀ چې د کومې ډالۍ طرف ته ستاسو پام راګرځول غواړم هغه د مخلوق نۀ بلکې د کائنات د خالق الله پاک راکړے شوې [تخفه] ده کومه چې د معراج پۀ شپه د خوږ حبيب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ ذريعه مسلمانانو ته عطا کړے شوه، دا ډالۍ د دواړو جهانو سردار صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د خپلو سترګو يخ والے وګرځولو۔
اوس مونږ ته غور کول پکار دي چې مونږ د دې معراج د ډالۍ څومره قدر کوؤ۔ آه! افسوس! نن سبا د نـمونځ هډو فِکر نۀ کيږي، زياتره مسلمانان د نـمونځونو نه لرې دي او کوم چې نـمونځ کوي، پۀ هغوئي کښې هم يوه شميره د داسې خلقو ده، کوم يـې چې