Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
شوے هم دے، مثلاً زمونږه د امام، امامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِپۀ خوب کښې د الله پاک ديدار نصيب شو، ([1]) د امام احمد بن حنبل رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِپۀ خوب کښې 100 کرته د الله پاک د ديدار سعادت نصيب شو۔ ([2])
مدعا دا ده چې پۀ دُنيا کښي د خوب پۀ حالت کښې د الله پاک ليدل ممکن دي، مونږ له هم پکار دي چې پۀ خپل زړۀ کښې د الله پاک د ديدار کولو شوق زيات کړو۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: مَنْ اَحَبَّ لِقَاءَ اللہِ اَحَبَّ اللہُ لِقَائَہٗ څوک چې د الله پاک سره ملاقات خوښوي، الله پاک د هغۀ ملاقات خوښوي۔ ([3])
علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: (1): څوک چې روزانه د سورۀ آل عمران تلاوت کوي او اوده کيږي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! يو نه يو ورځ به يـې پۀ خوب کښې د الله پاک ديدار نصيب شي (2): او څوک چې د 40 جُمعو پۀ شپو (يعنې د زيارت او د جـمعةُ الـمبارک پۀ مينځنۍ شپه کښې ) سورۀ طٰہٰ ولولي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ خوب کښې به يـې د الله پاک ديدار نصيب کيږي۔ ([4])
شعبان شريف د خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ مياشت ده
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! شعبان شريف هُم تشريف راوړونکې ده، ډيره د برکتونو، عظمتونو والا مياشت ده خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ دې ته شَهرِی يعنې زما مياشت فرمائيلې ده، ځکه شعبان ته د خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ مياشت هم وئيلے کيږي * شعبانُ الـمعظم څنګه تيرول پکار ده۔۔۔؟ * پۀ دې کښي څۀ نيک اعمال