Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ خواهش باندې هٰغه 50 نـمونځونه 5 کړے شول۔ اوس دا پۀ ادا کولو کښې 5 دي خو د ثواب پۀ لحاظ سره 50 نـمونځونه دي۔
نـمونځ د مؤمِن مِعراج دے
اے د خوږ نبي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو! نـمونځ څومره ښکلے عبادت دے چې خوږ آقا، زمونږه ښکلي نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ چې کله د معراج پۀ شپه د خپل رَبّ د ملاقات د پاره تشريف وړلو نو بيا يـې هم پۀ 6 مختلفو ځايونو کښې نـمونځ ادا کړو، پۀ مسجدِ اقصیٰ کښې يـې يواځې نـمونځ ادا نۀ کړو بلکې د هغوئي پۀ امامت کښې انبيائے کرامو، رسولانو او فرښتو هم نـمونځ ادا کړو، هر اسمان ته چې ځي نو 2، 2 رکعته نـمونځ ادا کوي او د فرښتو امامتي کوي۔ او کله چې د رَبّ بارګاه ته ځي نو د نـمونځ رُکنِ اَعظم (يعنې د ټولو نه لوئي رُکن) سجده ادا کوي د رَبّ سره د ملاقات نه پس چې کله واپس د خپل اُمّت طرف ته راځي نو د کائنات خالق چې خپل محبوب ته د اُمّت د پاره کومه ډالۍ عطا کړې ده هغه هم نـمونځ دے۔ د مِعراج پۀ شپه صرف نـمونځ او نـمونځ دے چې ځي نو نـمونځ کوي او چې راځي نو د خپل اُمَّت د پاره نـمونځ راوړي۔ يعنې پخپله يـې هم معراج وکړو او د خپلو غلامانو د پاره يـې هم د معراج ذريعه راوړله۔ آؤ جي! نـمونځ د مؤمِن معراج دے۔ پۀ مِرقَاة الـمَفَاتِيح کښې دي: اَلصَّلَاۃ ُمِعْرَاجُ الْمُؤْمِن نـمونځ د مؤمِن مِعراج دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا څومره زبردست نعمت دے۔۔۔! مونږ ته د نـمونځ ډالۍ ميلاؤ شوه او نـمونځ د مؤمِن معراج دے، اوس تر قيامته پورې پۀ مسلمانانو باندې دا عنايت وشو چې پۀ ژوند کښې يو ځل نۀ، کال پس نۀ، مياشت پس نۀ بلکې هره ورځ پينځه ځله بنده اودس