Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
د ګناهونو نه پۀ ډک ژوند کښې يـې سپرلے راغلو
د ډيره الله يار (صوبه بلوچستان، پاکستان) د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده: زۀ مخکښې د ګناهونو پۀ ډنډه کښې انختے ووم، فلمونه کتل او بد نظري وغيره زما د خوښې کارونه وو، يو ځل د يو عاشقِ رسول اِسلامي ورور سره زما ملاقات وشو، هغوئي د محبت نه پۀ ډک انداز کښې ما له پۀ اِجتماعي سُنّت اعتکاف کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، د هغوئي د حکمت نه ډک او ښکلے انداز چې مې وليدلو نو زما پۀ زړۀ اثر وشو او زۀ د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ اِجتماعي اعتکاف کښې د شرکت کولو د پاره فيضانِ مدينه ته لاړم۔ پۀ اعتکاف کښې د مبلغينو اِسلامي وروڼو د سنتو نه ډکو بيانونو، زړۀ راښکونکو مناجاتو او ژړيدونکو دُعاګانو زما د زړۀ دنيا بدله کړه، ما د تيرو ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اِسلامي پاک ديني ماحول ته راغلم، د دې پۀ برکت زما پۀ کردار او خبرو کښې مثبت بدلون راغلو، ما عمامه شريف هم پۀ سر کړه، د سُنّت مطابق مې ګيره مبارکه هم پريښودله او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د نـمونځونو پابندي مې هم شروع کړه۔
آئیں گی سُنتیں، جائیں گی شامتیں مدنی ماحول میں کر لو تم اعتکاف
تم سدھر جاؤ گے، پاؤ گے برکتیں مدنی ماحول میں کر لو تم اعتکاف
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ستاسو خپل دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي دا وخت د اتياؤ [80] نه پۀ زياتو شعبو کښې د دِين خدمت کوي * د کنزُ الـمدارس بورډ پۀ نوم د دعوتِ اِسلامي خپل تعلمي بورډ دے * تقريباً د 16500 نه زيات جامعات او مدارسُ