Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
ووئيلے شو: قِفْ یَا مُحَمَّد! اِنَّ رَبَّکَ یُصَلِّیْ يعنې اے محبوبه صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ! انتظار وکړئ! ستاسو رَبّ صلوٰة فرمائي۔ رسول الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ هُم پۀ زړۀ کښې سوچ وکړو: اَرَبِّی یُصَلِّیْ؟ آيا زما رَبّ صلوٰة فرمائي؟ ووئيلے شواے محبوبه صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ! هغۀ الله پاک دے کوم چې پخپله هم او د هغۀ فرښتے هم پۀ تاسو باندې دُرُود ليږي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هغوئي هٰغه ذِيشان دے چې د هغوئي رَبِّ کريم، د ټولو جهانونو خالِق او مالِک پۀ هغوئي باندې درود ليږي۔ بيا به مونږه د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ غلامان ولې درود نه ليږو؟ مونږ له هم پۀ کثرت سره درودِ پاک لوستل پکار دي!
نبی کی شان میں ہو جس قدر درود پڑھو محبو! پاؤ گے جنت میں گھر درود پڑھو
خدا تو بھیجے ہے صَلُّوا و سَلِّمُوا کا خطاب تم ایسے بیٹھے ہو کیوں بے خبردرود پڑھو
فرشتے جاتے ہیں لے کر درود حضرت کو اُدھر پہنچتا ہے جو تم اِدھر درود پڑھو
رسولِ پاک کے حق میں تو یہ بھی تھوڑا ہے جو اُن کے نام پہ آٹھوں پَہر درود پڑھو([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نور فرمائي: چې کله د الله پاک پۀ دربار کښې حاضري وشوه، ما عرض وکړو: اے کريم مالِکه! ما د ابو بکر د اواز پۀ شان اواز واوريدلو، آيا هغۀ زما نه مخکښې دلته رارسيدلے دے؟ الله پاک وفرمائيل: ستاسو ورور حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته چې کله د کلام کولو سعادت ورکړے شوے وو نو