Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
نـمونځ به معراج وو، نبي کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به د الله پاک مهربانۍ پۀ نـمونځ کښې ليدلې، د هغوئي رُوح مبارک به پۀ نـمونځ کښې وو، زړۀ مبارک به يـې پۀ نياز کښې وو او باطِن به يـې پۀ راز کښې وو۔ تر دې پورې چې نـمونځ د رسولِ کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د سترګو يخ والے جوړ شو۔ ([1])
ہر عبادت سے بَرتَر عبادت نَماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نَماز
قلبِ غمگیں کا سامانِ فَرحت نَماز ہے مریضوں کو پیغامِ صِحَّت نَماز
پیارے آقا کی آنکھوں کی ٹھنڈک ہے یہ قلبِ شاہِ مدینہ کی راحت نَماز
بھائیو! گر خُدا کی رِضا چاہئے آپ پڑھتے رہیں باجماعت نَماز
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
نـمونځ او د مِعراج ياد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نـمونځ د مِعراج ډالۍ هم ده، د مؤمن پۀ حق کښې مِعراج هم دے او پۀ دې ښکلي عبادت يعنې نـمونځ کښې د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د معراج ياد هم کيښودلے شوے دے۔ آؤ جي! علمائے کرام فرمائي: د مِعراج پۀ شپه چې کله زمونږه خوږ آقا، د مدينے مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د اللهُ ربُّ العِزّت پۀ بارګاه کښې حاضر شو نو عرض يـې وکړو: اَلتَّحِیَّاتُ لِلّٰہِ وَالصَّلَوٰتُ وَالطَّیِّبَاتُ (يعنې ټول قولي فعلي او مالي عبادتونه د الله پاک د پاره دي) الله پاک د دې پۀ جواب کښې وفرمائيل: اَلسَّلَامُ عَلَیْكَ اَیُّھَا النَّبِیُّ وَ رَحْمَۃُ اﷲ ِوَبَرَکَاتُہٗ (سلام دې وي پۀ تا باندې اے نبي! او د الله پاک رحمتونه او برکتونه)، پۀ دې باندې رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ بيا عرض وکړو: اَلسَّلَامُ عَلَیْنَا وَعَلیٰ عِبَادِ