Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
الله پاک فرمائي:
فَاَوۡحٰۤی اِلٰی عَبۡدِہٖ مَاۤ اَوۡحٰی ﴿ؕ۱۰﴾ (پارہ:27، سورۀ نجم:10) ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا هغۀ د خپل بنده طرف ته وحي وفرمائيله چې څۀ وحي يـې فرمائيله۔
قَصْرِ دَنیٰ کے راز میں، عقلیں تَو گم ہیں جیسی ہیں
رُوْحِ قُدُس سے پوچھئے! تم نے بھی کچھ سُنا کہ یُوں([1])
وضاحت: مقامِ دَنیٰ (يعنې پۀ هٰغه خاص قُرب کښې) د راز څۀ خبرې وشوې، څنګه څنګه عُلُوم محبوبِ ذِيشان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ته عطا کړے شول، پۀ دې باره کښې خو عقل کار نۀ کوي، عقل خو هډو پۀ څۀ پوهيږي نۀ، لږ د جبريل عَلَیْهِ السَّلَام نه معلوم کړئ چې اے د فرښتو سرداره! اے د وحي امينَ! حضرت جبريله عَلَیْهِ السَّلَام ! آيا تاسو څۀ واوريدل چې هلته د راز کومې کومې خبرې شوې وې۔۔۔؟
د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د عِلم فراختيا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک د مِعراج پۀ شپه خپل خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ته څومره عِلم عطا کړو؟ د دې خو هيڅ معلومات نشته، البته د بعضې روايتونو نه څۀ اندازه لګيدے شي۔ پۀ روايتونو کښې دي: خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائي چې کله زۀ د مِعراج پۀ شپه پردۀ غيب ته ورسيدم نو زما پۀ خُله (مبارکه) کښې يو څاڅکے وکړے شو کوم چې د واورې نه ډير يخ او د مشکو نه زيات خوشبوداره وو، پۀ دې څاڅکي کښې د اَوَّلین او آخرين (يعنې د مخکښينو وروستنو) عِلم موجود وو کوم چې زما پۀ زړۀ کښې