Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
مياشت ډيره رانزدې شوې ده، د نبيانو د نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ انداز مبارک وو چې د رَجب مياشت به کله تشريف راوړلو نو دا دُعا به يـې لوستله:
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
ترجمه: اے الله پاکه! تۀ زمونږ د پاره پۀ رَجَب او شعبان کښې برکتونه عطا کړې او مونږ تر رمضان پورې ورسوې۔ ([1])
راځئ چې مونږه هم دا دُعا ولولو:
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
يو څو ضروري اِعلانات
* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل باندې لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې هفتې پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس به (تقريباً 8:30 بجې) پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ
* خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د معراج يو څو واقعات د اوريدلو سعادت حاصل کړو، يقيناً معراج شريف زمونږ د خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د معجزاتو يوه لويه مجموعه ده، د دې معجزاتو د تفصيل حاصلولو د پاره د مکتبۃُ المدینہ کتاب فيضانِ معراج ولولئ. دا کتاب د مکتبۃُ المدینہ د هر شاخ نه په 90 روپۍ په بيعه واخلئ پخپله يـې هُم ولولئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!