Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                   صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

پۀ اُمَّت باندې نور عنايتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مِعراج پۀ شپه پۀ هٰغه خاص تنهايۍ کښې نورې څۀ خبرې وشوې؟ پۀ روايتونو کښې دي: الله پاک فرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تر څو پورې چې تاسو جنَّت ته داخل نۀ شئ، تر هٰغه وخته پورې د ټولو نبيانو د پاره د جنَّت دروازه منع ده او تر څو پورې چې ستا اُمَّت جنَّت ته داخل نشي، پۀ ټولو اُمَّتونو باندې د جنَّت دروازه حرامه ده۔

نور يـې وفرمائيل: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! مونږه تاسو ته حوضِ کوثَر عطا کړو، ټول جنتيان به ستاسو ميلمانه وي، تاسو به د حوضِ کوثَر پۀ اوبو د ټولو جنتيانو ميلمستيا کوئ۔

سُبْحٰنَ اللہ! اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِارمان کوي:

گدا بھی منتظر ہے خُلْد میں نیکوں کی دعوت کا                                                             خُدا دِن خیر سے لائے سخی کے گھر ضیافت کا

الله دې وکړي چې زمونږه د ګنهګارانو بغير د حساب نه جنَّت ته داخليدل نصيب شي، کاش چې پۀ جنَّت کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ګاؤنډ نصيب شي او پۀ پاک مبارک لاس باندې د حوضِ کوثَر جام نصيب شي۔

تمنّائے دِلِ اشرف بس اتنی ہے سرِ کوثَر                                                   جب آقا جامِ کوثَر دَیں، لبِ اَقْدس لگا کر دیں

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                   صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د 5 نـمونځونو تحفه عطا شوه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مِعراج پۀ هٰغه تنهايۍ کښې رَبِّ کائنات نور عنايت وفرمائيلو چې د اُمَّت د پاره يـې د 50 نـمونځونو تحفه عطا کړله۔ وروستو د خوږ محبوب