Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

سُبْحٰنَ اللہ!

مِعْراج کی شب تو یاد رکھا ، پھر حشر میں کیسے بھُولیں گے

عطّار اسی اُمِّید پہ ہم دِن اپنے گزارے جاتے ہیں

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                     صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د مِعراج شپه د اُمَّت د بخښنې شپه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه چې د مِعراج روايتونه ولولو نو داسې ښکاري لکه چې دا د اُمَّت د بخښلو شپه وه۔ د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ بيتُ المُقدَس ته تشريف وړلو، پۀ لاره کښې يـې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سره ملاقات وشو، هغوئي فرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ ننۍ شپه تاسو ته د رَبِّ کائنات د ملاقات شرف عطا کولے کيږي، ستاسو اُمَّت د ټولو نه اخري او کمزورے دے، ځکه که د خپل اُمَّت ورانې ودانول غواړئ نو نن يـې ودانې کړئ! ([1])

د سُنَّتو نمونه جوړه شئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوس دلته غور وکړئ! زمونږه آقا، کريم آقا، رحيم آقا، زمونږه غلامانو سره بے کچه محبت کوونکي آقا  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د مِعراج پۀ شپه هم مونږه ګنهګاران هير نکړو، اوس زمونږه څۀ حق جوړيږي۔۔۔؟ آيا مونږه خپل خوږ آقا    صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ مَعَاذَ الله! هير کړو۔؟ نۀ۔! نۀ۔۔۔!! اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِمونږ ته نصيحت کوي:

جو نہ بُھولا ہم غریبوں کو رضا

یاد اُس کی اپنی عادَت کیجئے!

اَللہُ اَکْبَر! کوم خوږ آقا  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ چې پۀ يو وخت کښې هم مونږه هير نکړو،


 

 



[1]...1مواہب1اللدنیہ،1ص:380،1ج:۲1مع1زرقانی۔