Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

کوي، جومات ته حاضري کوي، پۀ توجه سره، پۀ عاجزۍ او انکسارۍ سره، د زړۀ د اخلاصه نـمونځ کوي، د خپل خوږ الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضري کوي، سر پۀ سجده شي او د الله پاک سره د کلام شرف حاصل کړي۔ سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د مُسلمان مِعراج۔۔۔!

اے د خوږ نبي  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو! لږ غور وکړئ چې د دنيا د بادشاهانو خوا له چې ځو نو ډير څۀ کوؤ خو دا څومره کرم دے، د ټولو جهانونو رَبِّ کريم، د خُدائے رحمان او رحيم پۀ پاک دربار کښې حاضريدل وي نو هيڅ منع کيدل پکښې نشته، پاڅئ، اودس وکړئ، د خپل رَبّ پۀ حُضُور کښې حاضر شئ۔ دا څومره عظيم نعمت دے کوم چې زمونږه د معراج پۀ برکت نصيب شو، دا څومره عظيم نعمت دے کوم چې د رسولَ الله  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ برکت پۀ مونږه ګنهګارانو باندې وشو۔ سُبْحٰنَ اللہ! 

بِلاله! مونږ له راحت راکړه۔۔۔!

حُضور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِفرمائي: کله چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د معراج د پاره بوتللے شو او پۀ مقامِ قُربۀ خاص قُرب] سره يـې سرفراز کړو نو نبي کريم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: يا الله پاکه! اوس ما د بلاګانو کور (يعنې دُنيا ته) واپس مۀ ليږئ۔ الله پاک وفرمائيل: اے محبوبه! زمونږه حکم هم داسې دے، تاسو دُنيا ته واپس لاړ شئ  چې ستاسو پۀ ذريعه شريعت قائم شي او مونږ چې کوم څۀ تاسو ته دلته عطا کړي دي، پۀ دنيا کښې يـې هم عطا کړو۔ هم دغسې چې کله نبي کريم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ دنيا ته تشريف راوړلو نو چې کله به هم د هغوئي پۀ زړۀ کښې د اوچت مقام شوق راغلو نو فرمائيل به يـې: اَرِحْنَا یَا بِلَالُ بِالصَّلَاۃِ اے بلاله! د نـمونځ د پاره اَذان وکړه مونږ له راحت راکړه۔۔۔!

داتا حُضور رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِنور فرمائي: زمونږه د خوږ نبي، رسولِ هاشمي  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ هر