Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
د قضا نـمونځونو طريقه د رسالې تعارف
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خدائے دې نۀ کړي که د چا نه نـمونځونه قضا شوي دي نو زر تر زره دې د هغې د ادا کولو کوشش وکړي۔ د قضا نـمونځونو د ادا کولو طريقه څۀ ده؟ د قضا نـمونځونو شرعي حکمونه او مسئلې څۀ دي؟ پۀ دې باره کښې د امير اهلسنّت مولانا الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ډيره فائده منده رساله ده: قضا نمازوں کا طریقہ۔ پۀ دې رساله کښې د قضا نـمونځونو د طريقې سره سره قضا نـمونځ دې پۀ کوم وخت کښې ادا کړے شي؟ قضائے عمري څۀ ته وئيلے شي؟ او د قضا نـمونځونو پۀ باره کښې فائده مند معلومات شامل دي۔ هم نن د مکـتبة الـمدينه نه دا رساله حاصله کړئ او دا ولولئ! الله پاک دې مونږ ته د دين د عِلم زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
پۀ خوب کښې د الله پاک د ديدار کولو وظيفه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه واوريدل چې الله پاک د مِعراج پۀ شپه خپل خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ته د خپل ديدار شرف عطا کړلو او صرف يو ځل نۀ بلکې رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د يو نه زيات ځل د الله پاک د ديدار شرف حاصل کړو۔ دلته دا خبره ياد ساتئ چې پۀ دُنيا کښې پۀ ويښه، د سر پۀ سترګو باندې الله پاک ليدل، صرف او صرف زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ خصوصي شان دے، د نبي کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نه علاوه پۀ دُنيا کښې څوک هم پۀ ويښه د سر پۀ سترګو د الله پاک ديدار نشي کولے۔ البته پۀ دُنيا کښې د خوب پۀ حالت کښې د الله پاک ديدار نصيب کيدل ممکن هم دي او د ډيرو علمائے کرامو دا شرف نصيب