Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
سترګو باندې وليدلو، د زړۀ نه يـې وپيژندلو او پۀ دغه پيژندلو کښې هغوئي بالکل شک هم ونکړو۔ ([1])
اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰى مَا یَرٰى(۱۲) وَ لَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰىۙ(۱۳) (پارہ:27، سورۀ نجم:12-۔13)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو آيا تاسو هغۀ سره د هغۀ پۀ ليدلي شوي جګړه کوئ او هغۀ خو هٰغه نظاره [جلوه] دوه ځله وليدله۔
يعنې رسولِ ذِيشان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ هٰغه جلوه صرف يو ځل نۀ بلکې بيا بيا وليدله۔ ([2])
یہ عِزّ و جلال اللہ! اللہ!، یہ اَوْج وکمال اللہ! اللہ!
یہ حُسْن و جمال اللہ! اللہ! معراج کو دولہا جاتے ہیں
اللہ کی رحمت سے سرور جا پہنچے دَنا کی منزل پر
اللہ کا جلوہ بھی دیکھا ، دیدار کی لذّت پاتے ہیں
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د الله پاک د ديدار پۀ باره کښې حديثونه مبارک
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ شبِ معراج پۀ ويښه وکړو، د خپل سَر پۀ سترګو پۀ پوره هوش او حواس کښې يـې د خپل رَبِّ کريم ديدار وکړو او پۀ داسې شان سره يـې وکړو چې
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَ مَا طَغٰى(۱۷) (پارہ:27، سورۀ النجم:17)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: سترګه نۀ کوم طرف