Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
هرې سترګے د دې نُور نظاره نشي کولے خو د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نُور کوم چې الله پاک د خپل نُور نه جوړ کړے دے، دا نُور ظاهر دے، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به د هغوئي د زيارت سعادت حاصلولو۔ د شعر مطلب دا دے چې خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ شته نو د الله پاک بنده، عَبد دے خو شان ته يـې وګورئ! مقام ته يـې وګورئ! عزت او مرتبے ته يـې وګورئ! د محبوبيت شان ته يـې وګورئ! چې د الله پاک سره د ملاقات د شرف موندلو د پاره تشريف وړي۔
اللہ کی رحمت سے سرور جا پہنچے دنا کی منزل پر اللہ کا جلوہ بھی دیکھا، دیدار کی لذّت پاتے ہیں
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د الله پاک د ديدار بيان پۀ قرآنِ کريم کښې
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! محبوبِ ذِيشان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د الله پاک پۀ حُضُور کښې خاص خلوت (يعنې خاص تنهايۍ) ته څنګه ورسيدلو، هلته څۀ وشول، پۀ قرآنِ کريم کښې دا ډير پۀ ښکلي انداز کښې ارشاد فرمائي۔ راځئ چې واورو:
-فَاسْتَوٰىۙ(۶) وَ هُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰىؕ(۷)
(پارہ:27، سورۀ نجم:6-7)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا هغۀ اراده ووفرمائيله۔ پۀ داسې حال کښې چې هغۀ د اسمان د ټولو نه پۀ اوچته غاړه باندې وو۔
اُفُقِ اَعْلیٰ يعنې د اسمانونو د ټولو نه اوچته غاړه. مطلب دا چې کله د مِعراج پۀ شپه خوږ مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ اُفُقِ اَعْلیٰ ته ورسيدلو نو د الله پاک تجلي د هغوئي طرف ته متوجه شوه۔ ([1])
بيا څۀ وشول؟