Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به پۀ دې مياشت کښې پۀ کثرت سره روژې نيولې۔ پۀ دې مياشت کښې هم د نفل روژو پۀ کثرت سره د نيولو ذِهن جوړ کړئ! * د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صِدِّيقه طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ما د شعبان نه پۀ بله مياشت کښې پۀ زياتو روژو نيولے نۀ دے ليدلے، نبي کريم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به د يو څو ورځو نه علاوه د مياشتې ټولې روژې نيولې۔ ([1]) * يو ځل د رسول الله  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نه پوښتنه وشوه: د رمضان نه پس کومې روژې افضلې دي؟ اوئې فرمائيل: د رمضان د تعظيم د پاره د شعبان روژې نيول۔ ([2])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ دِيني ماحول کښې پۀ شعبان شريف کښې هم د روژو سپرلے وي، پۀ مختلفو ځايونو کښې د پيشمني اجتماعات هم کولے شي، مَاشَآءَ اللہ! ډير عاشقانِ رسول پۀ کثرت سره روژې نيسي او پرله پسې روژې نيسي او د رمضان شريف سره ميلاؤيږي۔ تاسو هم د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره مضبوط تړون پيدا کړئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د مِعراج د فيضان سره سره به مو د شعبان شريف او د رمضان شريف ښه ډير برکتونه نصيب شي، الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                   صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د اعتکاف ترغيب

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت هُم راتلونکې ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! رَمَضَانُ المُبَارَک ډيره د برکتونو والا مياشت، د رحمان مياشت، د قرآن د


 

 



[1]...1ترمذی،1کتاب:الصوم،1باب:ماجاء1فی1وصال1شعبان1برمضان،1صفحہ:206،1حدیث:73

[2]...1ترمذی،1کتاب:1زکوٰۃ،1باب:1فضیلتِ1صدقہ،1صفحہ:189،1حدیث:663۔