Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ! که د دې ځائے نه يو قدم هم مخکښې لاړم نو پۀ انوارو او تجلياتو به زما وزرې وسوزيږي۔ زما بس دغه انتها ده۔
اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خپل د نعتونو پۀ ديوان وسائلِ بخشش کښې د دې منظر کشي څۀ داسې کوي!
جبریل ٹھہر کر سِدْرہ پر بولے جو بڑھے ہم ایک قدم
جل جائیں گے سارے بال و پَر اب ہم تو یہیں رہ جاتے ہیں
او چا تري څۀ داسې نظم جوړکړےدے!!!
نور نے تلووں کو سہلا کر جگایا خواب سے یُوں ہوئی سرکار کی مِعْراجِ جسمانی شروع
پہلے تو وہ ہمرکابِ سرورِ کونین تھا ہو گئی جبریل کی سِدْرَہ سے حیرانی شروع
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دلته نه معلومه شوه چې د سِدرَةُ الـمُنتَہیٰ نه وړاندې خاص نُوراني تجليات شروع شول، لکه چې دا د خاص قُرب شروع وه، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ دې تجلياتو راتير شو، د الله پاک پۀ حُضُور کښې يـې خاص قُرب ته تشريف يوړلو۔
د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اواز پۀ شان اواز
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د دَنیٰ بيان دے يعنې حضور مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د الله پاک د نُور جلوې ته نزدې کيږي، دا قُرب پۀ کوم شان سره وشو، نبي کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائي: د سِدره نه د تيريدلو سره زۀ پۀ نُور کښې واچولے شوم، زۀ د 70 زره حجابونو نه تير شوم او مخکښې لاړم۔ دلته ما ته څۀ تنهائي محسوس شوه۔ هٰغه وخت ما يو اواز واوريدو کوم چې د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اواز پۀ شان وو۔ ([1])