Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د محبت برکت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مِعراج پۀ شپه چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د سِدرَةُ الـمُنتَہیٰ نه مخکښې تللو، حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام هلته ايسار شو، د مخکښې تللو نه يـې معذرت وکړو، خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ وفرمائيل: اے جبريله! که د الله پاک پۀ بارګاه کښې ستاسو څۀ حاجت وي، څۀ سوال وي نو وه وايئ۔۔۔!
بيا د جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام ناشنا خواهش هم واورئ! عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! بس دومره خواهش دے چې کله د قيامت پۀ ورځ ستاسو خوږ اُمَّت پۀ پل صراط تيريږي نو ما ته د خپلو وزرو پۀ پل صراط باندې د غوړولو اجازت راکړے شي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! د جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام خواهش هم څومره ښکلے دے، هغوئي ته معلومه وه چې خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ته اُمَّت ډير محبوب دے، کيدے شي ځکه يـې د خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ خوشحالي غوښتله او داسې خواهش يـې وفرمائيلو۔ بيا پۀ روايتونو کښې دي چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضر شو نو د دې نه مخکښې چې خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د جبريل امين عَلَیْهِ السَّلَام حاجت بيانولو، الله پاک وفرمائيل: اَیْنَ حَاجَۃُ جِبْرِیْلَ؟ يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ! هغه جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام چې کوم خواهش کړے وو، هغه څۀ دے؟ عرض يـې وکړو: مولیٰ! تا ته ښه معلوم دے۔ الله پاک وفرمائيل: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! قَدْ اَجَبْتُہٗ فِیْمَا سَاَلَ يعنې حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام چې څۀ وغوښتل، هغه عطا کولے شي