Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
ته تاؤ شوه او نۀ د حد نه واوُختله۔
* پۀ مسند امامِ احمد کښې د صحيح سند سره حديثِ پاک دے، رسولُ الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائي: رَأَيْتُ رَبِّي تَبَارَكَ وَتَعَالٰی ما خپل رَبِّ کريم وليدلو۔ ([1]) * امام دِيلَمي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِد حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت ليکلے دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائي: اِنَّ اللَّهَ اَعْطٰى مُوسٰى الْكَلامَ وَاَعْطَانِي الرُّؤْيَةَ بے شکه الله پاک موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته د خپل کلام شرف ورعطا کړو او ما ته يـې د ديدار نعمت راعطا کړو۔ ([2]) * د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: قَالَ رَسُوْلُ اللہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم قَالَ لِیْ رَبِّی نَحَلْتُ إِبْرَاهِيمَ خُلَّتِي، وَكَلَّمْتُ مُوسٰی تَكْلِيمًا، وَأَعْطَيْتُکَ يامُحَمَّدُ كِفَاحًا۔ يعنې رسول الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائي: ما ته زما رَبِّ کريم وفرمائيل: ما ابراهيم خپل خليل جوړ کړو، موسیٰ ته مې د خپل کلام شرف ورعطا کړو او اے خوږه محبوبه صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ! تاسو ته مې بغير د حجاب نه د خپل ديدار شرف درعطا کړلو۔ ([3])
سُبْحٰنَ اللہ! د دې حديثونو نه معلومه شوه چې پۀ ويښه، د سر پۀ سترګو بغير د څۀ پردې نه د الله پاک ديدار کول، زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ خصوصي شان دے۔ اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِليکلي دي:
طُورِ موسیٰ، چرخِ عیسیٰ کیا مُسَاوِئ دَنیٰ ہو
سب جہت کے دائرے میں شش جہت سے تم وَرَا ہو
سب کی ہے تم تک رَسائی بارگہ تک تم رَسَا ہو([4])