Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام راجمع کولے شي * پۀ اسمانونو کښې رونق دے * فرښتے د هرکَلي د پاره راجمع کيږي، غرض دا چې پۀ زمکه او اسمان کښې خوشحالۍ دي او د چا د پاره چې دا ټول اهتمام کيږي، هغۀ ښکلے محبوب، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ سکون سره پۀ خپله بستره باندې ارام فرمائي۔
قربان میں شان و عظمت پر، سوئے ہیں چین سے بستر پر
جبریلِ امیں حاضِر ہو کر معراج کا مژدہ سُناتے ہیں
سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِهم ډيره ښکلې خبره ليکلې ده:
تَبَارَک اللہ ہے شان تیری، تجھی کو زیبا ہے بےنیازی
کہیں تو وہ جوشِ لَنْ تَرَانِی، کہیں تقاضے وِصَال کے تھے
د الله پاک شان ډير اوچت دے، هغۀ کريم مالِک بے نيازه دے، دا خو هم د بے نيازۍ مثال دے چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ کوهِ طُور باندې دے، د کلام کولو سعادت حاصلوي، پۀ زړۀ کښې يـې د ديدار شوق راوچتيږي، د الله پاک پۀ محبت کښې عرض کوي:
رَبِّ اَرِنِیۡۤ اَنۡظُرۡ اِلَیۡکَ ؕ (پارہ:9، سورۀ اعراف:143)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما رَبَّـه! ما ته خپله نظاره وښايه چې زۀ ستا ديدار وکړم۔
الله! الله! حضرت سيدنا موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سوال کوي چې مولیٰ! خپله جلوه راښکاره کړې۔ جواب ميلاؤيږي:
لَنۡ تَرٰىنِیۡ (پارہ:9، سورۀ اعراف:143)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (الله) وفرمائيل: : ته به ما [په دنيا کښې] کله هُم اُونه ليدلے شې.
د الفاظو ښکلا ته وګورئ! دا يـې اونه فرمائيل چې اے موسیٰ! زما ديدار نشي کيدے بلکې اوئې فرمائيل:
تاسو به د الله پاک د نُور تجلي اونه ليدلے شئ ځکه چې د الله پاک د نُور ليدلو د پاره