Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

د الله پاک پۀ حُضُور کښې د حاضرۍ تصور

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے اِنعام دے۔ مونږ له هم دا صفت اختيارول پکار دي۔ هسې چې مونږه د بزرګانو د الله پاک نه د ويرې حالاتو ته وګورو نو د هغوئي څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! * پۀ هغوئي باندې خو به د الله پاک د ويرې نه ړَچ لګيدلو * د هغوئي ليدونکو ته به داسې ښکاريدله چې اوس د حشر د ميدان نه واپس راغلي دي * هر وخت به ويريدلي، ترهيدلي وو * د الله پاک د ويرې نه به يـې ژړل * د هغوئي پۀ اوښکو باندې به ګيره لمديدله * پۀ مخونو باندې به يـې اوښکو نخښې جوړولې * بے هوشه کيدل به۔ دا ډير د اعلیٰ درجے حالات دي، الله پاک دې يـې مونږ ته هُم د دغه نيکانو خلقو پۀ وسيله راعطا کړي۔ کم از کم پۀ هر مسلمان کښې خو دومره ويره پکار ده چې کله زمونږه پۀ زړۀ کښې د ګناه خيال راشي، شيطان مونږ له د ګناه دعوت راکړي نو مونږ ته د الله پاک پۀ حُضُور کښې ودريدل راياد شي، تصور مو جوړ شي چې هٰغه د قيامت وحشت ناکه ورځ۔۔۔!! * چې کله به نمر وور وروي * زمکه به د اوسپنې وي * سره به وي * خلق به هم پۀ خپلو خولو کښې غوپې وهي * مخکښيني وروستني به ټول حاضر وي * قهر سره به مخامخ کيدل وي، رَبِّ کريم به پۀ هٰغه ورځ باندې داسې غضب فرمائي چې داسې غضب به هغۀ مخکښې چرې هم نۀ وي فرمائيلے، پۀ داسې وحشت ناکه مرحله کښي به زما نوم اخستلے کيږي او غږ به کولے شي: اے فلانکي د فلانکي زويه! د رَبّ پۀ حُضُور کښې حاضر شه۔۔۔!!

هٰغه وخت به مونږه ويريږو، سرونه به مو ښکته وي، د شرم نه به مخونه پټوو خو آه! پۀ هٰغه ورځ باندې به د پټيدو ځائے چرته وي۔۔۔!! فرښتے به مو پۀ راښکلو د رَبّ پۀ حُضُور کښې حاضر کړي۔ بيا به زمونږ نه زمونږ د اعمالو حساب اخستلے شي۔ پوښتنه به کولے