Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
کښې انښتې کشتۍ جټکې وهي۔ ما چې ترينه د دې حالت پوښتنه وکړه نو اوئې وئيل: زۀ د الله پاک د ويرې نه ړچيږم، آه! دا وخت مونږه د ګناه طرف ته ځو او الله پاک مونږ ته ګوري۔ الله پاک دې پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې تا د وور نه محفوظ کړي، د خُدائے د پاره ما پريږده!
هٰغه لوهار وائي چې ما هغۀ پريښودله، هغۀ پۀ تادۍ باندې لاړه۔ د هغې نه پس ما خوب وليدلو چې يوه زنانه ده، ما ترينه پوښتنه وکړه: تۀ څوک يـې؟ اوئې وئيل: زۀ د هٰغې جينۍ مور يم، مونږه د سيدانو د کورنۍ نه يو، تا زما د لور سره ښيګړه وکړه، الله پاک دې تا له د دې جزا درکړي او پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې دې تا د وور نه محفوظ کړي۔ بس هٰغه ورځ وه او نن ورځ ده چې د دې دُنيا وور ما ته نقصان نۀ رارسوي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د ګناه د پريښودو اِنعام۔۔۔!! واقعي ده چې څوک ګناه پريږدي، د الله پاک د ويرې له وجهې د هغۀ د نافرمانۍ نه ډډه وکړي، الله پاک هغۀ ته بهترينه بدله عطا کوي۔
د ګناه د پريښودو يو بَل اِنعام واورئ! پۀ حديثِ پاک کښې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا واقعه بيان کړې ده، واقعه څۀ ده؟ واورئ! د بني اسرائيلو يو کَس وو، د هغۀ نوم کِفل وو، ډير ګنهګار وو، يو ځل يوه زنانه د هغۀ خوا له راغله، هغۀ مجبوره وه، پۀ کور کښې ورته ماشومان وږي وو، هغۀ د څۀ مال پۀ طلب کښې وه، کِفل د هغې د مجبورۍ نه فائده اخستل غوښتل، نو اوئې وئيل: تۀ زما هَوَس پوره کړه، زۀ به ستا ضرورت پوره کړم۔ زنانه مجبوره وه، هغۀ د دې کار د پاره تياره شوه خو څنګه چې ګناه ته