Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

شي: اے فلانکيه! * آيا تا له ژوند نۀ وو درکړے شوے؟ * آيا تا ته نعمتونه نۀ وو عطا کړے شوي؟ * آيا تا ته د حق پيغام نۀ وو درسيدلے؟ بيا تا ګناه ولې وکړه؟ هٰغه وخت به زمونږ سره څۀ جواب وي۔۔۔؟ آه! مونږه به ډير وشرميږو، هيڅ خبره به نۀ جوړيږي۔۔۔!! آه! که هٰغه وخت رَبِّ کريم غضب وفرمائيلو، زما پۀ ګناهونو يـې زۀ راګير کړم او زما دوزخ ته د غورځولو حکم جاري کړے شو نو زما به څۀ کيږي۔۔۔؟

گر تُو ناراض ہوا میری ہلاکت ہوگی                                                           ہائے! میں نارِجہنم میں جلوں گا یاربّ!

دردِ سر ہو یا بخار آئے تڑپ جاتا ہوں                                             میں جہنم کی سزا کیسے سَہوں گا یاربّ!

ڈنک مچھر کا سَہا جاتا نہیں، کیسے میں پھر                                         قبر میں بچھّو کے ڈنک آہ سہوں گا یاربّ!

گُھپ اندھیرے کا بھی وَحشت کا بسیرا ہوگا                      قبر میں کیسے اکیلا میں رہوں گا یاربّ!([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د رَبِّ کريم پۀ حُضُور کښې د حاضرۍ يو تصور دے۔ کاش! چې کله زمونږه زړۀ د ګناه طرف ته مائله کيږي نو مونږ ته دا حاضري راياده شي، د رَبِّ رحمان پۀ حُضُور کښې ودريدل راياد شي او مونږه ويريږو او د رَبِّ رحمان نه حيا راشي او پۀ ګناه پريښودو کښې کامياب شو۔ کم از کم چې د الله پاک نه دومره ويره هم نصيب شي نو زمونږه ژوند صحيح کيدے شي۔ هم دا هٰغه ويره ده پۀ کومه باندې چې د دوو جنَّتونو وعده فرمائيلے شوې ده۔

د 70 زره کوټو والا جنَّتي کور

 د حضرت کَعبُ الاَحبَار رَضِیَ اللهُ عَنْہُ نه روايت دے: پۀ جنَّت کښې د زبرجدو او د ملغلرو جوړ شوے يو عظيمُ الشان محل دے، پۀ دې کښې 70 زره کورونه دي، پۀ هر کور کښې 70 زره کوټي دي، پۀ دې عظيم الشان محل کښې به انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام  وي،


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:84-85 بتقدم وتاخر۔