Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

کړو خو الله پاک هغوئي له دا انعام ورکړو چې هغوئي يـې خوشبوداره کړل، تر دې پورې چې هغوئي به پۀ کومه کوڅه هم تيريدل، هٰغه کوڅه به د خوشبويو نه معطر کيدله۔ د دې نه معلومه شوه چې څوک د ګناهونو نه بچ شي، الله پاک د هغۀ عزت زياتوي۔

د ګناه د پريښودو بهترينه بدله

حضرت اَبُو قَتَاده او اَبُو دَهمَاء رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما دواړه تابعي بزرګان دي، د دې دواړو بزرګانو عادت وو چې د مکې مکرمې سفر به يـې ډير پۀ رغبت سره کولو، ډير ځل مکې مکرمې ته حاضر شول، فرمائي چې يو ځل چې کله د حاضرۍ سعادت نصيب شو نو د يو صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د زيارت شرف حاصل شو، هغوئي د کلي اوسيدونکي وو، هغوئي حديثِ پاک بيان کړو او اوئې فرمائيل: يو ځل اخري نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما لاس ونيولو او د دِين خبرې ښودل يـې راته شروع کړلې، پۀ دې کښې يـې وفرمائيل: ‌اِنَّكَ ‌لَنْ ‌تَدَعَ شَيْئًا اتِّقَاءَ اللهِ اِلَّا اَعْطَاكَ اللهُ خَيْرًا مِّنْهُ يعنې که تۀ د الله پاک د ويرې نه څۀ پريږدې نو الله پاک به تا ته د هغې نه بهتر عطا کړي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې څوک د الله پاک د ويرې نه ګناه او بدي پريږدي، الله پاک د هغۀ هٰغه عمل نۀ ضائع کوي بلکې د هغې نه بهتره بدله ورته عطا کوي، مثلاً * د سود د لين دين موقع ورسره وه، مال هم زيات ښکاره کيدلو، بيا يـې هم بنده پريږدي چې سود ګناه ده، ځکه پۀ دې کښي نۀ اخته کيږم * پۀ ظاهره پۀ نظر راځي چې پۀ دروغو وئيلو دکان ښه چليږي، بنده بيا هم دروغ اونه وائي چې دروغ وئيل د ګناه کار دے * د دروغو قَسمونو پۀ خوړلو سودا خرڅيدل ورته ښکاري ،خو انسان بيا هم د دروغو قَسم نۀ خوري  * پۀ زړۀ کښې د ګناه خواهش راځي خو بنده دغه خواهش غلے کوي، پۀ ګناه کښې نۀ


 

 



[1]... مسند احمد، جلد:8، صفحہ:350، حدیث:21282۔