Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

ويلنټائن ډے يعنې د بے حيايۍ ورځ

الله پاک دې زمونږه د حيا دولت نصيب کړي۔ نن سبا حالات ډير خراب دي، حيا خو لکه چې پۀ ورو ورو ختميږي، مثلاً د 14 فرورۍ پۀ ورځ د ويلنټائن ډے پۀ نوم داسې بے حيائي کيږي چې اَلاَمان وَالحفِيظ۔۔۔!! هلکان او جينکۍ د يو بل سره ميلاؤيږي *د محبتونو اظهار کيږي * د تحفو لين دين کيږي او مَعَاذَ الله! د فحاشۍ ښې ډيرې مظاهرې کيږي۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي، خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يقين وکړئ چې بے پردګي، د هلکانو او جينکو داسې بے حيائي سخته کبيره ګناه ده، الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

قُلْ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ یَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ وَ یَحْفَظُوْا فُرُوْجَهُمْؕ-  (پارہ:18، سورۀ نور:30)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مسلمانانو سړو ته حُکم ورکړه چې خپلې سترګې څۀ ښکته ساتي او د خپلو شرم ګاهونو حفاظت دې کوي۔

پۀ مشکوٰة شريف کښې دي، حيا دار نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَعَنَ اللَّهُ ‌النَّاظِرَ وَالْمَنْظُورَ إِلَيْهِ يعنې کتونکے او د چا طرف ته چې وکتلے شي پۀ دې دواړو باندې الله پاک لعنت فرمائي۔ ([1])

يعنې څوک چې قصداً عمداً غير مَحرَمه ته وګوري او څوک چې غير مَحرَمه ته قصداً عمداً خپل ځان وښائي، پۀ دې دواړو باندې د الله پاک لعنت دے۔ ([2])

د ابو داؤد شريف پۀ حديثِ پاک کښې دي: وَالْيَدَانِ ‌تَزْنِيَانِ ‌فَزِنَاهُمَا الْبَطْشُ، وَالرِّجْلَانِ تَزْنِيَانِ فَزِنَاهُمَا الْمَشْيُ او لاسونه زنا کوي او د دې زنا (حرام) نيول دي او ښپې زِنا کوي او د دې زِنا (د حرامو طرف ته) تلل دي۔ ([3])


 

 



[1]... مشکاۃ، کتاب النکاح، جز:2، جلد:1، صفحہ:574، حدیث:3125۔

[2]... مرقاۃ المفاتیح، کتاب النکاح، جلد:6، صفحہ:264، زیرِ حدیث:3125۔

[3]... ابو داود، کتاب النکاح، باب فیما یؤمر...الخ، صفحہ:342، حدیث:2153۔