Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

ته يـې] وښائي۔ ([1])  * قرآنِ مجيد د الله پاک کتاب دے * د بندګانو پۀ نوم د رَبِّ کريم پيغام دے * خو افسوس! نن مسلمانان د قرآنِ کريم نه ورځ پۀ ورځ لرې کيږي * ډير خلق پۀ کتلو هم صحيح قرآنِ مجيد نشي لوستلے * څوک يـې چې لولي هغوئي هم پۀ تجويد او مخارج کښې داسې غلطيانې کوي، چې د هغې پۀ وجه يـې نـمونځ هم نه کيږي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ مختلفو جوماتونو او مارکيټونو وغيره کښې روزانه د مدرسةُ الـمدينه بالِغان پۀ کلاسونو لګولو او د قرآنِ کريم پۀ فيضان عام کولو کښې مصروف دے * پۀ کومو کښې چې پۀ صحيح تجويد او مخارج سره قرآنِ کريم لوستلے او ښودلے شي * فرض عُلُوم هم ښودلے شي * سُنَّت او آداب هم ښودلے شي او * د ترجمې او تفسير اوريدو موقع هم ميلاويږي۔ تاسو هم پۀ دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي۔ راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو۔

د فيشن کوونکي پۀ ژوند کښې سپرلے راغلو

د حيدر آباد، (سندھ، پاکستان) د اوسيدونکي يو اِسلامي ورور بيان دے: چې زۀ يو فيشن کوونکے ځلمے ووم، د دُنيا پۀ موج مستۍ کښې ورک، د خپل اخِرت د انجام نه مې غافله د ژوند ورځې شپې تيرولې، زما د ګناهونو نه پۀ ډک ژوند کښې سپرلے څۀ داسې راغلو چې زما پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د داخلې سعادت نصيب شو، بس بيا زما د نيک بختۍ سفر شروع شو، د مدرسةُ الـمدينه بالِغان برکتونو زما تيارۀ ژوند د الله پاک پۀ ويره او د خوږ مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق روښانه کړو، پۀ دې کښې ما ته د قرآنِ پاک د تعليم سره سره پۀ سُنّتو باندې د عمل کولو جذبه هم نصيب شوه او پۀ هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو سعادت هم رانصيب شو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ!  


 

 



[1]... بخاری، کتاب فضائل القرآن، باب خیرکم من ...الخ، صفحہ:1299، حدیث:5027۔