Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
* د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت عائشه صِدِّيقه، طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: مَنْ اِعْتَکَفَ اِیْمَاناً وَ اِحْتِسَابًا غُفِرَ لَہٗ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِہٖ يعنې چا چې د ايمان سره او د ثواب حاصلولو پۀ نيت اعتکاف وکړو د هغۀ وروستني ګناهونه به اوبخښلے شي۔ ([1]) * پۀ يو بل روايت کښې دي: چا چې پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک شريف کښې لس ورځې اعتکاف وکړو هغۀ داسې دے لکه چې دوه حجونه او دوه عمرې يـې وکړې۔ ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک پۀ ټوله دنيا کښې د نيکۍ دعوت عام کولو کښې مصروف دے، د رَمَضَانُ المُبَارَک د فيضان موندلو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د څارنې لاندې پۀ ټوله دنيا کښې پۀ زرګونو ځايونو کښې اجتماعي اعتکاف هم کولے شي، تاسو هم کوشش وکړئ چې د روژې د ټولې مياشتې د اعتکاف سعادت حاصل کړئ! بلکې پۀ عالمي مَدَني مرکز فيضانِ مدينه (کراچۍ) کښې اعتکاف وکړئ! چې هلته به مو د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د وخت د يو کامِلي وَلي سره د اعتکاف کولو سعادت نصيب شي نو د دې برکتونه به هُم جدا وي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې به د ګناهونو نه د بچ کيدو،