Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِۚ(۵۲) (پارہ:27، سورۀ الرحمٰن:52)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ هٰغه دواړو جَنَّتونو کښې د هرې ميوے دوه دوه قسمونه دي۔

پۀ دغه جنتونو کښې دوه قِسمه ميوې دي، بعضې داسې دي د کومو پۀ شان ميوې چې پۀ دُنيا کښې هم ليدلے کيږي او بعضې داسې نااشنا ميوي دي کومې چې چا هم نۀ دي ليدلې۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! داسې بے مثاله جنَّتونه دي، د چا د پاره؟ څوک چې د الله پاک نه ويريږي او د ويرې نه ګناه پريږدي۔

مِرے اَشک بہتے رہیں کاش ہر دم                                                          ترے خوف سے یاخدا یاالٰہی!

ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ                                             میں تھرتھر رہوں کانپتا یاالٰہی!

گناہوں نے میری کمر توڑ ڈالی                                                                                   مِرا حشْر میں ہو گا کیا یاالٰہی!([2])

دوه جنَّتونه يـې نصيب شول

د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہُ د خلافت د وخت خبره ده، يو ځلمے ډير تقویٰ دار او پرهيزګاره وو۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہُ چې به هم د هغوئي عبادت وليدلو نو حيرانيدلو به۔ هٰغه ځلمي چې به کله د ماسخوتن نـمونځ وکړو او کور ته به تللو نو پۀ لاره کښې به يوې ښکلې زنانه هغۀ د ځان طرف ته رابللو خو هٰغه د نيک طبيعت والا ځلمي به د هغې طرف ته بالکل هډو پام نۀ کولو، نظر به يـې ښکته ساتلو او تيريدلو به۔ يوه ورځ چې کله هغۀ تيريدلو، زنانه هغۀ خپل طرف ته راوبللو


 

 



[1]... روح البیان، پارہ:27، الرحمٰن، زیر آیت:48، جلد:9، صفحہ:304۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:105 ملتقطًا۔