Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

لين دين هم کوي، کنځلې هم کوي، غيبتونه او چغليانې هم کوي * نورو خلقو له تکليف هم ورکوي * څومره روژه نيوونکي داسې دي کوم چې د لوږې او تندې نه علاوه هيڅ نۀ حاصلوي، روژه يـې نيولې وي او بيا هم د ګناهونو نه پۀ ډکو کارونو کښې اخته وي * څومره حاجيان داسې دي څوک چې پۀ لکونو روپۍ خرچ کوي او حج خو کوي خو د ګناهونو نه نۀ منع کيږي * څومره تلاوت کوونکي داسې دي کوم چې د قرآنِ کريم د تلاوت باوجود پۀ ګناهونو کښې اخته وي۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہُ وفرمائيل: افضل بنده هغۀ دے کوم چې پرهيزګاري اختيار کړي، ګناه پريږدي۔ چې کله بنده ګناه پريږدي نو د هغۀ نيکۍ مکملې شي۔ ځکه که څوک خپلې نيکۍ بچ ساتل غواړي، د نيکو مکملې طريقې پوره کول غواړي نو هغۀ له پکار دي چې ګناه پريږدي۔

بغير دحسابه بخښنه

پۀ حديثِ پاک کښې دي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  ته وحي وليږله، اوئې فرمائيل: اے موسیٰ! د قيامت پۀ ورځ باندې به زۀ د بندګانو نه حساب اخلم خو پرهيزګاره۔۔۔!! د هغوئي به عزت کولے شي او هغوئي به هم بغير د حساب نه جنَّت ته رَسولے شي۔ ([1])

پۀ نُور کښې پټ انسان

پۀ يو روايت کښې د يو پرهيزګاره بنده ډير د کمال فضيلت بيان شوے دے، امام ابن ابي دُنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روايت ليکلے دے: د قيامت پۀ ورځ باندې به يو (پرهيزګاره) بنده د الله پاک پۀ بارګاه کښې پيش کړے شي، هغۀ به نُور پۀ خپله ولقه کښې واخلي، بيا به هغۀ د خلقو د سترګو نه پناه شي، هغۀ ته به اعمال نامه ورکړے شي، پۀ هغې کښې به واړه واړه


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الوراع، جلد:1، صفحہ:227، حدیث:181۔